د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لویې جرګې کمیسیون وايي،د دې جرګې د غړو لست برابر شوی


له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د جوړیدونکې لویې جرګې د تیاریو کمیسیون وايي چې د دې جرګې د غړو لست برابر شوی دی.


د دې کمیسیون د دارالانشا مرستیال نجیب الله امین نن د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دغو کسانو لست به ژر تر ژره افغان ولسمشر ته د تایید لپاره ولیږي.

د ښاغلي امین په وینا دغه جرګه چې دوه نیم زره کسان به په کې برخه ولري، د لړم د میاشتي په وروستۍ ورځ جوړیږي.

که له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شي نو له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته به هم د دې هیواد یو شمیر عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG