د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: د مشکوکو ترهګرو کورنۍ به ناغه کېږي


د روس ولسمشرولادیمیرپوټین په سوچي ښار کې د ۲۰۱۴ کال المپیک لوبو په درشل کې د خالي(شنبې ورځ) د تره ګرۍ پرضد د سختو قوانینو یوه ټولګه (مجموعه) منظور کړه.


د دې قوانینو له مخې د تورنو وسلوالو کورنۍ او خپلوانو باندې لازمه ده چې د روس په جنوب کې د تره ګرو حملو په نتیجه کې د اړول شویو مالي زیانونو تاوان ورکړې.

د کرېملېن د رسمي ویبسایټ د خبر له مخې ولسمشر پوټین د خالي پر ورځ دا قانون لاسلیک کړ. همداراز هغو کسانو ته چې د ترهګرو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره روزونکي به تر لسو کلونو پورې د قید سزا کېږي.

په نوي قانون کې ویل شوي چې د ترهګرو کړنو په نتیجه کې د رسېدلي زیان تاوان باید د دې عمل د سرته رسوونکي او همداراز د هغه د نژدې خپلوانو په وسیله ورکړل شي. دا قانون د مشکوک ترهګرو او د هغه د خپلوانو د جایداد د ضبطولو اجازه هم ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG