د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه لوژیستیکي برخه کې نیمګړتیا لري


افغانستان: د کابل قره باغ ولسوالۍ کې نوي ګمارل شوي افغان سربازان ورزش کوي
افغانستان: د کابل قره باغ ولسوالۍ کې نوي ګمارل شوي افغان سربازان ورزش کوي

امریکايي پوځي چارواکي وايي افغان ځواکونو د لومړي ځل لپاره د نړیوالو پوځیانو له مرستې پرته د پوځي عملیاتو مشري وکړه خو دوی زیاتوي چې وسله والو طالبانو د حکومت پرضد د جګړو په ترڅ کې د ملي اردو او پولیسو لسګونه سرتېري او ولسي افغان وګړي وژلي دي.


د امریکا او ناټو پوځي چارواکي وايي، د افغانستان پولیس او ملي اردو چې نوي جوړ شوي تراوسه چمتو نه دي چې د طالبانو پرضد دومداره جګړه پرمخ بوځي.

د امریکا د پوځ راپور د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي دفاعي تړون د لاسلیک پر اړتیا ټینګار کوي. امریکايي پوځي چارواکي وايي چې د سیمو ساتنه د افغان ځواکونو لپاره په درنه بیه تمامېږي او حتی په یوه مورد کې یې په یوه اونۍ کې خپل سل کسان له لاسه ورکړل.

د دې چارواکو په وینا د افغان ځواکونو لویه نیمګړتیا په لوژستیکي برخه کې ده چې نشي کولای د لویدیځ له خوا ورکړل شوي وسایط، تجهیزات او وسایل په سم ډول وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG