د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسود وژنه د سولې خبرو ته تاوان نه رسوي، امریکا


امریکا د پاکستان دا دعوې ردې کړې دي چې ګواکې د جمعې ورځې ډرون برید له وسله والو سره د سولې خبرو ته تاوان رسولی دی.

د بې پیلوټه الوتکو په هغې حملې کې د پاکستان طالبانو تحریک مشر حکیم الله مسود (محسود، مسید) ووژل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یوه چارواکي ویلي، له وسله والو سره د روغې جوړې خبرې د پاکستان کورنۍ معامله ده.

دا بیان وايي، امریکا او پاکستان دواړه ((د سختدریځه تاوتریخوالي په ختمولو کې ګډه سټراټیژیکي ګټه لري.))

تر دې مخکې د شنبې پر ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي ول چې په ډرون برید کې د حکیم الله مسود وژنه، د روغې جوړې د خبرو پر بهیر حمله ده.

نوموړي وویل، له امریکا سره د اسلام اباد د مرستو هر اړخ ته به بیا کتنه کوي.

پاکستان د شنبې پر ورځ د بې پیلوټه الوتکې د برید پر ضد د احتجاج لپاره امریکا سفیر هم وربللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG