د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اروپا او امريکا کې مېشتو افغانانو ته د رايې ورکولو زمينه برابرېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي که چېرې افغان حکومت او نړيواله ټولنه ورسره مرسته وکړي، هغو افغانانو ته به په انتخاباتو کې د برخه اخيستلو زمينه برابره کړي، چې په امريکا، اروپا يا نورو ليرې پرتو هېوادونو کې مېشت دي.


د دې کميسيون وياند نور محمد نور پرون مشال راډيو ته وويل، چې په دې اړه يې د بهرنيو چارو وزارت ته خط لېږلي او د کډوالو د شمېر په اړه يې ورڅخه وضاحت غوښتى دى.

خو نوموړی ونه ويل چې د انتخاباتو خپلواکه کمېشن څومره مالي او کوم ډول تخنيکي مرستو ته اړتيا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG