د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په اورګون کې د وسلوالو یو قوماندان ووژل شو


بېګا شپه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو يوې ډلې د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ د پيرکوټي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر یوې امنیتي پوستې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې د وسلوالو یو تن مهم قوماندان ناصر سکروټه وژل شوی او څلور نور وسلوال ټپیان شوي دي.


د پکتیکا ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نوموړی وسلوال برید تېره شپه دوه بجې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې امنیتي پوستې ترسره شوی، چې د نيم ساعته جګړې وروسته د دولت د وسلوالو مخالفينو يو تن مهم قوماندان ناصر سکروټه ووژل شو او څلور تنه وسلوال سخت ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې برید کې يو تن سيمه ييز پوليس هم وژل شوی او بل تن ټپي دی همدارنګه د پولیسو يو رنجر موټر هم زيانمن شوی دی، خو سيمه دا مهال د امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې ده.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG