د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر په ګډه پر مخ وړو


لندن: د برتانیا وزیراعظم ډېویډ کمرن، افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف خبري کانفرنس کوي
لندن: د برتانیا وزیراعظم ډېویډ کمرن، افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف خبري کانفرنس کوي

د افغانستان ، پاکستان او برتانیا مشرانو ویلي ، د افغان حکومت په مشرۍ کې به د سولې پروسه پر مخ بیايي.


دا څرګندونې پرون ناوخته په لندن کې د هغې غونډې پر مهال شوې دي چې د برتانیا وزیراعظم ډېویډ کېمرون یې کوربه وو.

په غونډه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم ګډون درلود.

د برتانوي وزیراعظم دفتر وايي ، په دې غونډه کې درې واړه مشرانو وویل چې په افغانستان کې امن د ټولې سیمې په ګټه دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د دې ترڅنګ د اسلامي اقتصادي غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل ، افغانستان د اربونو ډالرو ارزښت لرونکې طبعې زیرمې لري.


د افغانستان ، پاکستان او برتانیا ترمنځ د روان کال په فروري کې هم داسې غونډه شوې وه چې هدف یې په افغانستان کې د سولې لپاره هلي ځلي کول وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG