د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب کې ښځې د احتجاج په توګه ګاډي چلوي


په سعودي عرب کې یو شمیر ښځو د شاهي سلطنت لخوا پر دوی د موټرو په چلولو د لګیدلې بندیز خلاف د اعتراض په توګه، لارو کوڅو ته موټرې وباسي او بیا د خپل دې احتجاج عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپروي .
په دې احتجاج کې برخه اخیستونکو فعالانو د خالې په ورځ تر لسو زیاتې ویډیو ګانې په یوټیوب کې خپرې کړي دي او هیله لري چې دا اعترض به یې دې هیواد کې نور هم پراخ شي .
دوی وايي که چیرې چارواکي د هغو ښځو خلاف چې له دې بندیز نه سرغړونه کوي ، څه اقدام ونه کړي نو ډیرې ښځې به د موټرو چلول پیل کړي .
په سعودي عرب کې کوم داسې ځانګړی قانون نشته چې ښځې له موټر چلولو منعه کړي ، خو ددې هیواد حکومت ډراییونګ لایسنس نه ورکوي .
ډیرو هغو ښځو چې د خالې په ورځ یې د موټر چلونې په دې اعتراض کې برخه لرله له سعودي عرب نه بهر تر لاسه شوي ډراییونګ لایسنسونه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG