د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني خپل استخباراتي افسران امریکا ته استوي


له هغو رپوټونو وروسته چې وايي امریکايي استخبارات د ۲۰۰۲ م کال راهیسې د جرمن چانسلرې انګلا میرکل ټیلیفون څاري، د جرمني استخباراتي مشران د امریکا سفر کوي . په ډار سپیګل مجله کې راغلی دا خبر دا هم وایې د امریکا ولسمشر بارک اوباما انګلا مرکل ته وییلې که چیرې ده ته دا مالومه وو، نو دا کار به یې ودرولی وو.
د جرمني د حکومت یو ویاند ویلي ، د بهرنیو او کورنیو استخباراتي ادارو مشران به په امریکا کې له سپینې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت له ادارې سره خبرې وکړي .
دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د اروپايي ټولنې مشرانو خبر داری ورکړی دی په یورپ کې د امریکا له خوا د استخباراتي معلوماتو د راټولولو پر سر د واشنګټن او اروپايي ټولنې ترمنځ راپیدا شوې بې باوري د ترهګرۍ خلاف جګړې ته زیان رسولی شي .

امریکا له خپلو اتحادیانو سره په تعلقاتو کې کړکیچ تایید کړی دی.
په واشنګټن کې د تیر خالې په ورځ په سلګونه خلکو د امریکا د الکټرانیکې څارنې د دغه پروګرام خلاف مظاهره کړې، په نړۍ کې د امریکا خپور شوې جاسوسۍ د عملیاتو په ډاګه کول په روان کال کې پخواني د استخباراتې ایجنسۍ د یو کنټریکټر ایډ ورډ سنوډن لخوا شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG