د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي


افغان امنیتي ځواکونه وایي، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې لیوا ویاند جګړن محمد هارون یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې حمله لومړی پرون د پنجشنبې په ورځ طالبانو په دانګام کې د ملي پوځ پر پوستو پیل کړې وه.

په دانګام ولسوالۍ کې طالب وسله والو ته د اوښتو تلفاتو په اړه دغې ډلې تر اوسه خبري رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG