د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شبقدر یوازنۍ کالج له ستونزو ډک


د خیبر پښتونخوا د شبقدر دولتي کالج زده کوونکي وايي، د دوی په کالج کې د استادانو شمېر کم دی.

مشال راډيو

د خیبر پښتونخوا د شبقدر ډګري کالج په سیمه کې د لوړو زده کړو یوازینی مرکز دی چې نه یوازې استادان پکې کم دی بلکې امتحاني هالونه هم نه لري.


دا یو داسې کالج دی چې خپل بس نه لري او زده کوونکي ورته هر سهار له لرو لرو سیمو، ان له کوزه او بره مومندو هم ورځي. د ډګري کالج له زده کوونکو سره مو خبرې وکړې او هغوی راته وویل چې په بیا بیا یې خپل مشکلات له پرنسیپل سره شریک کړي دي، خو هغه تر اوسه یوه مسله هم نه ده حل کړې.

د خیبر پښتونخوا د شبقدر دولتي کالج زده کوونکي وايي، د دوی په کالج کې د استادانو شمېر کم دی.

له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت دوی وویل، په کالج کې یې امتحاني هالونه هم نشته او د دې ستونزو په اړه یې په بیا بیا د کالج انتظامي مشر یا پرنسیپل ته ویلي دي، خو هغه لا څه نه دي کړي.

د محمد رخسار په نوم یو زده کوونکی وايي، د کمپيوټر ساینس یو استاد دی او هغه نشي کولای چې د کالج ټولو زده کوونکو ته سبق وښيي.

د کالج د دویم ټولګي زده کوونکی رضوان الله وايي، دوی ټول کال زیار باسي خو چې امتحان راشي نو د امتحاني هال نشتوالي له ستونزې سره مخامخېږي.

کله چې موږ کالج ته ورغلو نو ومو لیدل چې زده کوونکو پر سړک کرکټ کاوه.

په لوبه کې له شریک یوه زده کوونکي ذبیح الله مې وپوښتل چې د لوبې له پاره د کرکټ میدان ته ولې نه ځي؟

ده وویل، لوبغالی نه لري نو مجبوره شي چې پر سړک کرکټ وکړي، ځکه چې لوبه خو به کوي.

د شبقدر ډګري کالج ته هره ورځ له دومره لرو ځایونو هم زده کوونکي ورځي چې پر لار درې ځایه ګاډي بدلوي.

په داسې کسانو کې یو محمد طیب دی چې د شبقدر سیمې له پیر کلا دې کالج ته هر سهار ورځي. دی وايي، د دوی کالج خپل بس نه لري.

د شبقدر کالج تعلیمي او انتظامي مشر محبوب الله مشال راډيو ته وویل، دوی په کالج کې د ۱۱ نورو استادانو ځای لري، خو حکومت لا ورته نه دي استولي.

پرینسيپل محبوب الله وايي، کالج ته یې له شبقدر پرته، له ادېزو او کوزه او بره مومندو زده کوونکي ورځي خو کالج د دومره زیاتو زده کوونکو لپاره وړوکی دی.

ده زیاته کړه چې هیله من دی حکومت به ورته دا مسلې ژر هوارې کړي.
XS
SM
MD
LG