د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونه د پاکستان په اجازه کېدل


واشنګټن پوسټ ورځپانې یو رپوټ کې لیکلي چې دا پټې پاڼې یې د امریکا د استخباراتو له هغې ادارې تر لاسه کړي دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کار کوي.

د امریکايي رسنیو یو رپوټ وايي ، د امریکا او پاکستان له په ډاګه شوو پټو کاغذونو مالومه شوېده چې پاکستان تر کلونو په قبایلي سیمو کې له سي آی اې سره د بې پایلټه الوتکو بریدونو اجازه ورکړی دی.


واشنګټن پوسټ ورځپانې نن په یو رپوټ کې لیکلي چې دا پټې پاڼې یې د امریکا د استخباراتو له هغې ادارې تر لاسه کړي دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کار کوي.

رپوټ لیکي ، په دې پاڼو کې د دې خبرې ثبوت موجود دی چې د امریکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ له ۲۰۰۷م کاله تر ۲۰۱۱م پورې د بې پایلټه الوتکو د بریدونو په اړه تړون شوی وو.

د رپوټ له مخې ، په دې پاڼو کې د لسګونه ډرون بریدونو داسې څېړنه موجوده ده چې پاکستانیو چارواکو ته د مالوماتو ورکولو لپاره نقشې او له فضا څخه تر برید وړاندې او وروسته اخیستل شوي تصویرونه هم پکې شامل دي.

امریکايي او پاکستانیو چارواکو په سم دستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG