ټاکل شوېده چې پاکستانی وزیراعظم نوازشریف به نن له امریکايي ولسمشر براک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې لیده کاته وکړي.
تمه ده چې په دې ملاقات کې د امریکا د بې پایلټه الوتکو پر بریدونو ، افغانستان او تجارتي اړیکو خبرې اترې وشي.
هیله څرګندیږي چې ولسمشر اوباما به پر نواز شریف زور واچوي چې له قبایلي سیمو څخه په افغانستان کې د امریکا او نېټو پر ځواکونو د برید کوونکو اورپکو ډلو د ځپلو لپاره لا نور ګامونه پورته کړي.
نواز شریف به بیا له امریکا وغواړي چې په پاکستان کې د خپلو بې پایلټه الوتکو بریدونه ودروي کوم چې د بخښنې د نړیوالې ادارې د یو تازه رپوټ په وینا جنګي جرم ګڼل کېدای شي.
په دې وروستیو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکي د بې پایلټه الوتکو د بریدونو او په پاکستان کې د امریکا د هغو پټو عملیاتو له کبله کړکېچنې پاتې شوې دي چې اسامه بن لادن یې وژلی وو.