د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: یو طالب کمندان ډرون برید کې ووژل شو


افغان چارواکي وایې د کونړ په مانوګي ولسوالۍ کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په بمبارۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د مانوګي ولسوال عبدالمرجان عابد مشال راډيو ته وویل، دا پيښه نن تر غرمې مخکي شوې چې پکې د قاري دعوت په نامه یو طالب قومندان له دریو نورو کسانو سره وژل شوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پيښې په اړه بې خبري ښودلې ده.

د یو بل خبر له مخې، د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د سړک د غاړي ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او څلور تنه ټپيان شوي دي.

د دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي آزادي راډیو ته وویل، چې دا پیښه نن تر غرمې مخکې د دوشي ولسوالۍ د درې په نامه سیمه کې شوې.
د دې پيښې په اړه تر اوسه چا تبصره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG