د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیوي پولیسو مشکوک پاکستانی خوشې کړی دی


برتانوي پولیسو له هغو څلور کسانو نه یو خوشې کړی دی چې یوه اونۍ مخکې یې په لندن کې د ترهګرۍ خلاف په عملیاتو کې نیول شوی وو.

دا نهه ویشت کلن پاکستاني نژاد برتانوی د اکتوبر په دیارلسمه نیټه د پولیسو د چاپو په ترڅ کې نیول شوی و. ددې چاپو په ترڅ کې پولیسو د لندن برج ته نژدې د یو موټر پر ټایرونو ډزې وکړې . نور درې نیول شوې کسان لا هم د پولیسو په قید کې دي .

په پاتې نورو کسانو کې یو اته ویشت کلن ازربایجاني نژاد برتانوۍ دی ، او دوه نور دواړه پنځه ویشت کلن د برتانویان دي ، چې یو ترک او بل یې الجزایري نژاده دي،

دوی د ترهګرۍ د پیښو د پلانولو په شک کې نیول شوې دي. د بي بي سي د خبر له مخې ،چې پر دې کسانو د یو داسې ترهګر پیښې د کولو شک دی چې له وسلو په کې کار اخیستل کیده .

پولیس د اتوار تر شپې پورې وخت لري چې له دې کسانو پوښتنې وکړي له هغې وروسته دوی د اوو نورو ورځو لپاره ددې کسانو په جیل کې د ساتلو غوښتنه کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG