د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیوي پولیسو مشکوک پاکستانی خوشې کړی دی


لندن - برتانیوي پولیسو له هغو څلور کسانو نه یو خوشې کړی دی چې یوه اوونۍ مخکې یې په لندن کې د ترهګرۍ پېښو ضد عملیاتو کې نیول شوی ول.


دا ۲۹ کالن پاکستانی اصله برتانیوی د اکتوبر په ۱۳مه نیټه د پولیسو د چاپو په ترڅ کې نیول شوی و. ددې چاپو په ترڅ کې پولیسو د لندن برج ته نژدې د یو موټر پر ټایرونو ډزې وکړې.

نور درې نیول شوې کسان لا هم د پولیسو په قید کې دي.

په پاتې نورو کسانو کې یو ۲۸ کالن اذربایجانی اصله برتانیوی دی، او دوه نور دواړه ۲۵ کالن برتانیویان دي، چې یو ترک او بل یې الجزایری توکمه دی.

دوی د ترهګرۍ د پېښو د پلانولو په شک کې نیول شوې دي.

د بي بي سي د خبر له مخه، پر دې کسانو د یو داسې ترهګرې حملې کولو شک دی چې له وسلو په کې کار اخیستل کیده.

پولیس د اتوار تر شپې پورې وخت لري چې له دې کسانو پوښتنې وکړي له هغې وروسته دوی د اوو نورو ورځو لپاره ددې کسانو په جیل کې د ساتلو غوښتنه کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG