د لاسرسي ځای

تازه خبر

خدای دې د اسرار ګنډه پور شهادت د امن سبب کړي


اسرار الله خان ګنډه پور
اسرار الله خان ګنډه پور

د اسرار خان ګنډه پور مشر ورور د خپل ورور د وژنې په اړه مشال راډیو ته وویل چې له خدای سوال کوي چې د ده د ورور د وژنې په بدل کې دې سوله راولي.

د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د وژل شوي صوبايي وزیر اسرار الله خان ګنډه پور جنازه شوې ده. جنازه د کلاچۍ د کالج په میدان کې وشوه چې په کې په زرګونه کسانو برخه اخیستې وه.


اسرار الله خان ګنډه پور د خیبر پښتونخوا د قانون او پارلېماني چارو وزیر وو. دی د چارشنبې یا شورو پر مازیګر د اسماعیل خان ډېرې په کلاچۍ تحصیل کې هغه وخت ووژل شو چې د خپلې سیمې له خلکو سره یې د اختر مبارکي کوله.

د ګنډاپور جنازه د ډګري کالج کلاچۍ په میدان کې وشوه چې په کې له پینځو تر شپږو زرو پورې کسانو برخه واخیسته.

د اسرار خان ګنډاپور مشر ورور سردار اکرام الله خان ګنډه پور د خپل ورور د وژنې په اړه مشال راډیو ته وویل چې له خدای سوال کوي چې د ده د ورور د وژنې په بدل کې دې سوله راولي.

؛زه له خدایه دا یو سوال کوم چې، زما د ورور د شهادت په بدل کې دې الله پاک زموږ وطن ته امن راولي؛

د ډېره اسماعیل پهاړ پور سیمې له خوا د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت استازي جاوېد اکبر خان هم د جنازې لمونځ ته ورغلی وو. ده ټوله ذمه واري د وزیر اعظم نواز شریف پر اوږو واچوله چې باید د نا امنۍ د مسلې هواري لارې چارې ولټوي:

؛دا زموږ د صوبې بدمرغي ده، د اسرار خان له وژنې یوازې د ډېره اسماعېل خان زیان نه دی شوی، بلکې کلاچي خو ګرسره له خپله خواږي محرومه شوله، نواز شریف باید یو څه وکړي، دا هر ورځ چاودنې خو د زغملو نه دي.؛

د جمیعت علمای اسلام یوه مشر او د مولانا فضل الرحمان ورور مولانا لطف الرحمان مشال راډيو ته وویل چې په کار خو دا وه چې د خبرو اترو له لارې د نا امنۍ ستونزه هواره شوې وای خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي.

موږ له یوه تکړه او خولور پارلماني غړي محرومه شولو. د هغه تشه نه ډکېدونکې ده. په کار ده چې دا ستونزه نوره هواره کړل شي.


د کلاچۍ په دې برید کې د اسرار الله خان ګنډه پور په ګډون اته کسان وژل شوي ول چې په کې یو د نوموړي ساتونکی پولیس سرتېری وو.

د دې سرتېري خپلوان شېخ اسلم وویل انور شاه د پولیسو کانسټېبل وو او دا چې هر کس دا کار کړی دی دا په اسلام کې روا نه دی.

د صوبايي وزیر اسرار الله خان ګنډه پور د جنازې په اړه رپورټ واورېد. پرونۍ جنازې ته ډېر کسان ورغلي ول چې د نوموړي د وژنې غندنې تر څنګ یې د نا امنۍ په اړه اندېښنې ښودلې. د دې کسانو خبرې مو په دې رپورټ کې غونډې کړې دي.


د کلاچۍ یوه اوسېدونکي محمد اسماعیل وویل، اسرار الله خان ګنډا پور هیڅ کس ته تاوان نه وو رسولی.

د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان اوسېدونکی غني ګل مسید هم جنازې ته ورغلی وو.

ده وویل، د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت هیڅ د نا امنۍ موضوع ته پام لرنه نه کوي. ده وویل، په دې ټول جریان کې یوازې د پښتونخوا صوبه ورانېږي.

د اسرار خان ګنډاپور مړی د جنازې تر لمونځ وروسته د خپل کور په حجرې کې د خپل پلار سردار عنایت الله خان په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ګنډاپور د جنازې درې لمونځونه شوي ول چې په کې په یوه لمونځ کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک هم برخه اخیستې وه. پر ګنډه پور د برید پړه د انصار المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې منلې ده.
XS
SM
MD
LG