د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنیوا:د ایران هستوي پروګرام په باب خبرې دوام لري


سویټزرلېنډ: د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشره کاترین اشټن د ایران بهرنو چارو وزیر محمد جاوېد ظریف سره په جنېوا کې ویني. ۱۵م اکتوبر ۲۰۱۳
سویټزرلېنډ: د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشره کاترین اشټن د ایران بهرنو چارو وزیر محمد جاوېد ظریف سره په جنېوا کې ویني. ۱۵م اکتوبر ۲۰۱۳

د ایران ولسمشر حسن روحانې چې په تیر اګست کې پر دنده ګمارل شوی، ژمنه کړې چې د ایران اټومې لانجه به له شپږو میاشتو تر یوه کال موده کې حل کړي

اروپایي ټولنه وایي، ایران د سېشنبې پر ورځ د خپل اټومي پروګرام د لانجې حلولو لپاره په جنیوا کې ډير ګټور وړاندیزونه وکړل.


د اروپایي ټولنې د بهرني پالیسۍ د مشرې کاترین اشټن ویاند مایکل مان دا اعلان په جنیوا کې د ایران او پنځو سترو طاقتونو تر منځ د دوه ورځنیو خبرو له پیل وروسته وکړ.

مان د خبرو د نتیجو په اړه د احتیاط خوشبینې څرګنده کړه ، خو زیات څه یي ونه ویل:
« موږ دلته له محتاطانه خوشبینۍ او د حل له یوې سنجیده ارادې سره راغلې یو او دا ځکه چې موږ باور لرو، د نظروړ یا محسوسو نتیجو واقعي وخت رارسیدلی دی».

اشټن پر جرمنې سربېره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دائیمي غړو د پلاوي په مشرۍ له ایران سره خبرې کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحانې چې په تیر اګست میاشت کې پر دنده ګمارل شوی، ژمنه کړې چې د ایران اټومې لانجه به له شپږو میاشتو تر یوه کال موده کې حل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG