د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: چاودنې یو پولیس سرتېری او یو وګړی وژلی


نن دوشنبه د ماسپښین په یوه بجه د خوست ښار په غله منډۍ کې د سړک پر غاړه بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې یو تن پولیس وژل شوی او یو تن ملکي وګړی ټپي شوی دی.


د خوست د ولایتي دفتر ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې چاودنه د ښار په غله منډۍ کې شوې، چې له کبله يې یو تن پولیس چې پلي ګزمه يې کوله وژل شوی او یو تن ملکي وګړی سخت ټپي شوی دی، نوموړی زیاتوي پيښه د پولیسو تر څیړنې لاندې ده،

خوست والي عبدالجبار نعیمي هم د یوې خبرپاڼې له لارې د پیښې غندنه کړې او ویلي يې دي، چې وسلوال د خپلو موخو د ترسره کیدو لپاره د خلکو د ژوند او مرګ پروا نه ساتي:

((نن ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې مسلمانان ډول، ډول عبادتونه، تلاتونه، صدقې او له مسلمانانو سره د ستونزو پر وخت مرستې او همکارۍ کوي، ترڅو لوى خداى ج يې په دواړو جهانونو کې ستر، ستر اجرونه او ثوابونه ورپه برخه کړي، خو دغو بې رحمه ترورېستانو لوى خداى ج ته د عبادت او زارۍ پرځاى دخپلو بې ګناه مسلمانانو وينې توى کړې، هغه څوک يې په شهادت ورساوه، چې د خپلو هېوادوالو لپاره يې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره پاک يونېفورم پرغاړه کړى وو او پرځان يې هر ډول استراحت او خوشالي پدې خاطر نا ارامه کړې وه، چې ولس يې په ډاډمنه فضا کې د اختر لپاره د تياري تدابير ونيسي، خو شيطاني کړيو يې د ستاينې او ملاتړ پرځاى د مرګ ډالۍ ورکړه.))

یاده پيښه داسې مهال رامنځته شوې، چې نن د عرفې په ورځ په خوست کې تر ټولو زیاته د خلکو ګڼه ګوڼه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG