د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیف الله کلا کې د بس اوښتو پېښه کې شپږ کسان وژل شوي


د بلوچستان په سیف الله کلا کې د یوې ټرافیکې پېښې په نتیجه کې شپږ کسان وژل شوي او شا و خوا ۲۰ ژوبل دي.

چارواکي وايي، دا پېښه د یکشنبې (اتوار) پر سهار هغه وخت شوې ده چې له مانسهرې یو بس د کوټې پر لوري روان وو او چپه شو.

د کلاسېف الله مرستیال کمېشنر، حمیدالله مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې پر لویه لار شوېده:

((له کلاسېف الله شا و خوا ۵ کیلومیټره لرې پر قامي لویه لار یو مسافر بس روان وو چې د ډراییور د غفلت له کبله ګاډی بې قابو او چپه شو. په نتیجه کې ۲۵ کسانو ته مرګ، ژوبله واوښته.شپږ کسان ووژل شول. نېږدې څلور کسان سخت ټپي دي، چې له لومړني طبي مرستې وروسته کوټې ته استول شوي دي او ۱۶ کسان داسې دي چې معمولي ټپیان دي. هغوی له روغتونه فارغ کړل شوي دي.))

د کلاسېف الله مرستیال کمشنر وویل، د سړک حادثې ښکار کسان د اختر لمانځلو لپاره خپلو خپلو کورونو ته روان ول او په دوی کې ټول د صوبې ځایي بلوڅ او پښتانه وګړي دي.

د کلاسېف الله دغه لویه لار کوټه، ژوب او ډېره اسماعیل خان سره تړي.

پر دې سړک دا پېښې اکثره وخت کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG