د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ملا برادر سره هر کس لیدلای شي


پاکستان ويلي، د افغان طالبانو دویم مشر ملا عبدالغني برادر لاهم په پاکستان کې دی.

د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ملا برادر د امنيت په خاطر د امنيتي ادارو تر څار لاندې دی خو کولای شي چې په خپلواکه توګه له هر چا سره چې غواړي و ويني.

سرتاج عزيز وويل بايد ملابردر ته په پاکستان او افغانستان کې له طالب وسلوالو سره د خبرو لپاره وخت ورکړل شي چې د سولې په پروسه کې ښه رول ولوبوي.

تر دې وړاندي افغان طالبانو ويلي ول، ملا برادر لا هم نه دی خوشې شوی.

افغان حکومت له څو کالونو راهيسې د ملابرادر د خوشې کولو هلې ځلې کولې.

د ملا برادر د نیولو پر سر د افغان حکومت له پاکستان سره اړیکي کړکېچن شول او کابل تور پورې کړ چې اسلام اباد د سولې په خبرو کې خنډونه اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG