د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې د تشدد په پېښو کې تېره شپه اووه کسان وژل شوي دي .
د شورو او زیارت په منځنۍ شپه د کراچۍ په انډه موړ سیمه د نامالومه کسانو په ډزو دوه پولیس افسران وژل شوي دي .
د سیمې پولیس وایي وژل شوو افسرانو کې یو د سیمې ایس ایچ او عرفان حیدر او دویم د پلټنې افسر شهباز دي.
دوی د شمالي کراچۍ په یاده سیمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوي دي .
د پېښې وروسته د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات د پېښې په ځای
کې رسنیو سره په خبرو کې وویل دواړه پولیس افسران له مخکې نه په هدف کړی شوی و.
(( بې شکه د دوی وژنه هدفي ده . خو ددې ډول وژنو سره زموږ مورال نه راغورځېږي . موږ به په کراچۍ کې امن راولو او د دې لپاره به د خپلې وینې تر اخري څاڅکي پورې جنګیږو))
د یادې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات کړي او په لسګونو مشکوک کسان یې نیولي دي .
د جندالله وسله والې ډلې د پولیس افسرانو د وژنې پړه په غاړه اخیستې ده .
د احمد مروت په نوم یو تن چې ځان د دغې ډلې کمانډر بولي له نامالوم ځايه تېره شپه مشال راډیو ته پر ټلیفون وویل، چې دوی به د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې په امنیتي ځواکونو بریدونو ته دوام جاري ساتي.
بلې خوا ته د شیعه مسلکه ګوند مجلس وحدات المسلمین مشر علامه ساجد نقوي د وژل شوي پولیس افسر عرفان حیدر د وژنې په سختو ټکو غندنه کړې ده .
نوموړي تېره شپه خبریالانو ته ویلي دي چې د پولیسو په ګډون په هره شعبه کې د شیعه ګانو د وژنې سلسله روانه ده او ددې باید مخه ونیول شي .
د تشدد په نورو پیښو کې د ایم کیو ایم ګوند د دوه غړو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي .
د ژغورنې ادارې وایي، د تشدد دا پېښې د ښار په کورنګۍ،لیارۍ،ګلشن بونیر او لانډي په سیمو کې مخې ته راغلي دي .
یاده دې وي په کراچۍ ښار کې له تېرې څه دپاسه یوې میاشتې راهیسې هدفي عملیات دوام لري .
د پولیس چارواکو په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې تراوسه په زرګونو کسان نیولي دي .