د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: پنځه تنه وسله وال وژل شوي



د افغانستان په لغمان ولايت کې ۵ تنه د دولت وسله وال مخالفين او ۲ تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.


د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک مشال راډيو ته وويل چې د زيارت په ورځ مازيګر ناوخته د لغمان ولايت د باد پښې ولسوالۍ د ګړوچ په سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په پوسته بريد وکړ چې په ځوابي حمله کې د دوه تنو ځايي قوماندانانو په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه يې ژوبل شوي دي.

سرحدي ځواک زياتوي چې په دغه نښته کې دوه تنه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته يادې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG