د افغانستان ولسمشرحامد کرزي او د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف هېله ښودلې چې د افغانستان، پاکستان او برتانیا راروانه درې اړخیزه غونډه به ګټور نتایج ولري.
دواړو مشرانو دا خبرې پرون پنجشنبه پر ټیلیفون کړې دي.
د ارګ له خوا د خپرې شوي خبر پاڼې له مخې، کرزي په دې خبرو کې د طالبانو د مشر ملاعبدالغني برادر د خوشې کولو په برخه کې د پاکستان د وزیر اعظم د هڅو مننه هم کړې ده.
په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي چې افغان ولسمشر همداراز په پېښور کې په وروستیو بمي چاودونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په خاطر نوازشریف ته خپله خپګان څرګنده کړې ده.