په شمال کې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون رییس قاري عبدالمتین نن په بلخ کې خبریالانو ته وویل، چې دا ودانۍ د جرمني په مالي مرسته جوړه شوې چې څلویښت میلیونه افغانۍ لګښت ورباندي راغلی.
د یو بل خبر له مخې، په افغانستان کې د سویډن کمیټې د سمنګان په درې صوف بالا او درې صوف پایین کې د اولس ملیونه افغانیو په مالی لګښت دوه روغتیایې مرکزونه جوړ کړي.
په یوبل خبرکې د لوګر د والی ویاند دین محمد درویش مشال راډیوته وویل چې د دې ولایت په مرکز پل علم کې د نشیانو درملنې لپاره د شل بستریز مرکز د جوړولو کارنن پیل شو.
پردې ودانۍ به نږدې درې نیم لکه ډالرد مخدرو موادو د وزارت لخوا لګول کیږي او په یوه کال کې به جوړه شي.