د افغان حکومت د سیاسي مخالفي ډلي ملي ائتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن په رسمی ډول د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته خپله کاندیدېدل اعلان کړه.
ډاکتر عبداله نن غرمه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولاړ او د یوه کاندید په توګه یې خپل نوم ثبت کړ.
نوموړي د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب د ګوند مرستیال انجنیرمحمد خان د خپل لومړي مرستیال او د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
د کاندیدانو د نوم لیکني بهیر چي دوې اونۍ مخکي پیل سوی، یوازي دوو کسانو د ولسمشرۍ راتلوونکو انتخاباتو ته خپل نومونه لیکي دي.
مخکې تر دې بسم الله شیر د کاندید په توګه خپل نوم ثبت کړی.