د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په پاکستان کې بیا زلزله راغلې ده

د پاکستان په بلوچستان او سېند کې بیا زلزله راغلې ده.

د امریکايي ځمکپوهنې سروې له وینا سره سم، زلزله د شنبې پر غرمې راغله چې د رېښتر پر درجې یې زور ۶،۸ وو.

د دې زلزلې مرکز په بلوچستان کې له اواران ولسوالۍ ۹۶ کیلومیټره لرې په شمال او شمال مشرق کې وو.

زلزله په ځمکه کې ۱۴،۸ کیلومیټره ژوره وه.

دې زلزلې د بلوچستان مرکز کوټې او سېند مرکز کراچۍ په ګډون ډېر لوی او واړه ښارونه ولرزول.

د شنبې پر غرمې په راغلې زلزلې کې د مرګ ژوبلې رپورټ خو نه دی راغلی البته د اواران په ځینو سیمو کې یې کورونه نړولي دي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په اواران کې زوروره زلزله راغلې وه چې په کې تر اوسه د وژل شویو شمېر ۵۱۵ ته رسېدلی دی.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

د ازبکستان چارواکو او طالبانو د تجارت په اړه خبرې وکړي

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ‌ " دوستۍ پل"

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان د طالبانو له استازو سره په ملاقات کې یې د تجارت، پولې امنیت او بشري مرستو په اړه ورسره خبرې کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۶مه د طالبانو د حکومت مرستیال وزیراعظم عبدالسلام حنفي په مشرۍ وفد د ازبکستان ترمذ ښارګوټي ته د خبرو لپاره ورغلی وو. په دې غونډه کې د ازبکستان د پلاوي مشري مرستیال وزیراعظم سردار عمرزاقوف کوله.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، دواړو خواوو له تجارت او اقتصاد سره په تړلو معاملو، د پولې امنیت باوري کولو، د انررژۍ په برخه کې پر همکارۍ، د سامانونو ټرانسپورټ او ټرانیزیټ په اړه خبرې کړي دي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې د غونډې په ایجنډا کې د ترمذ او پیښور ترمنځ د اورګاړي پټلۍ چې له مزارشریف او کابله به تېریږي، د جوړولو په اړه خبرې هم شاملې وې.

دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د طالبانو په واک د قبضې وروسته دا ډله د خپل حکومت په ډیپلومېټکي توګه د منلو او له بشري ناورینه د بچ کېدو لپاره د مرستو ترلاسه کولو هڅې کوي. تېره میاشت د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایېف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي ول چې هېواد یې افغانستان ته د تیلو او بجلۍ رسد بحال کړی دی.

امریکا په ډرون برید کې د وژل شويو افغانانو کورنۍ ته د تاوان ورکولو وړاندیز کړی

دا پېښه د اګست پر ۳۰مه، رامنځ ته شوې وه، هغه مهال چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په وروستي پړاو کې وو.

د امریکا دفاع وزارت وايي، د کابل د هغو ۱۰ کسانو کورنیو ته یې د تاوان ورکولو وړاندیز کړی دی چې د اګست په میاشت کې په یو ډرون برید کې وژل شوي ول.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې وه چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په وروستي پړاو کې وو.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د اکتوبر پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي چې هغوی د بهرنیو چارو له وزارت سره پر دې هم کار کوي چې د دې کورنیو غړي امریکا ته انتقال کړي. خو جان کربي دا نه دي ویلي چې دې کورنۍ ته به څومره تاوان ورکوي؟

دا ډرون برید د غذا او تعلیم لپاره د یو نړیوال خیریه سازمان د کارکوونکي زمري احمدي پر موټر شوی و. په دې برید کې د هغه په ګډون د کورنۍ ۱۰ تنه وژل شوي وو چې اووه ماشومان هم پکې شامل وو.

جان کربي ویلي وو چې دا کورنۍ بې ګناه وه او د دوی له اسلامي دولت خراسان ډلې سره هېڅ تړاو نه وو او نه هم امریکايي ځواکونو ته ترې خطر و.

اروپايي ټولنه له ایران سره پر جوهري تړون خبرې کوي

د اتحادیې استازي اینریک مورا، د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د یوې دقیقې (کره)  نیټې د غوښتنې سره په تهران کې و

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشر جوزیف بوریل ویلي، د ایران سره د جوهري لوظنامې د بیا ژوندي کولو لپاره په برسلز کې خبرو ته چمتو دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې پر دې موضوع (د کار کولو لپاره) وخت په وتو دی. بوریل دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۵مه، په داسې حال کې کړي چې د اتحادیې استازي اینریک مورا، د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د یوې دقیقې (کره) نیټې د غوښتنې سره په تهران کې و.

د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر مینځ د ۲۰۱۵م کال د جوهري لوظنامې له مخې، د جوهري پروګرام د راکمولو په بدل کې له ایرانه ځني نړیوال بندیزونه لرې کړل شوي وو. دا تړون وروسته له هغې مات شو، کله چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ م کې له دې څخه په یو اړخیزه توګه د وتلو اعلان وکړ.

د لوظنامې د عملي کولو لپاره د تیرو شپږو میاشتو راهیسې په ویانا کې د مینځګړو هیوادونو لکه بریتانیې، چین، فرانسې، جرمني او روسیې هلې ځلې روانې وې، خو په ایران کې د جون په میاشت کې د سخت دریځه ابراهیم رئیسي د ولسمشر منتخب کیدو نه وروسته، دغه هلې ځلې یو وارې بیا ځنډیدلې وې.

چارواکي په شمالي وزيرستان کې د يوه طالب کمانډر د وژنې ادعا کوي

چارواکي وايي، د لټون عملیاتو پر وخت یې د وسله والو یو کمانډر وژلی دی

د شمالي وزیرستان په میرعلي کی امنیتي ځواکونو د لټون عملیاتو پر مهال یو وسله وال وژلی دی.

له سیمې امنیتي او د استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته ويلي چې د لټون عملیاتو پر وخت یې د وسله والو یو کمانډر عارف الله عرف دادالله وژلی دی.

چارواکي وايي، عملیاتو پر مهال د امنیتي عسکرو او وسله والو ترمینځ ډزې هم شوي دي. خو دا لا نه ده مالومه چې دغه تن د کومې وسله والې ډلې سره تړاو لرلو او نه تر اوسه کومې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

د امنیتي چارواکو ترمخه په شمالي وزیرستان کې له تېر یو نیم کال راهیسې د وسله والو خلاف عملیات کې تر ۱۵۰ پورې وسله وال وژلي دي.

په دې ورستیو کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمینځ په نښتو کی تیزي راغلې ده. د سرکاري شمېرو تر مخه په تېره یوه اوونۍ کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو درې بېلابېل بریدونه شوي چې پکې د پاکستاني پوځ اووه عسکر وژل شوي دي.

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په سپینوام او دوڅلي سیمو کې شوي چې زمه واري يې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

کونړ کې چاودنې یو تن وژلی، ۱۱ ژوبل

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد

د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې یوې چاودنې د شیګل امنیه قومندان وژلی او ١١ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي، نن د پنجشنبې په ورځ سهار نېږدې ۱۰ نیمې بجې د اسعداباد ښار اړوند د کرهالې پله کې د طالبانو پر یوه رېنجر موټر چاودنه وشوه چې له امله یې په رېنجر کې ناست کسان ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ته د ټپیانو د پوره شمېر په اړه معلومات نشته.

د اسعداباد مرکزي روغتون یوه ډاکټر چې خپل نوم نه ښيي، ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه ١٢ تنه ټپیان وروړل شوي چې پینځه يي وسله وال دي او اووه ولسي وګړي دي.

د هغه په خبره چې په چاودنه کې د شیګل امنیه قومندان وژل شوی دی.

تر اوسه حکومتي چارواکو د دغې پېښې د نوعیت او پکې د ټپي شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کوم چا يې مسولیت منلی دی.

په تېره یوه نېمه میاشت کې دا څلورمه چاودنه ده چې د طالبانو پر موټرو ترسره کېږي او ورته مرګ ژوبله اوړي.

پاکستان: افغان زده کوونکي دې زده کړو ته راشي

د تورخم دروازه. انځور- ارشیف

د پاکستان حکومت وايي، هغو افغان زده کوونکیو ته چې د دې هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې زده کړې کوي، د ورتګ اجازه ورکړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د اکتوبر پر ۱۳مه پر ټوېټر لیکلي، تر ۹۰۰ زیات افغان زده کوونکي چې ویزې او د پوهنتونونو اسناد لري، پر تورخم وراوښتلای شي.

نوموړي دا نه دي ویلي چې له دې زده کوونکو څخه به پر پوله د اوښتو لپاره د بارډر پاس په نوم اضافي سند هم غوښتل کېږي او که نه؟

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته له تلونکو افغانانو څخه د ویزې ترڅنګ د بارډر پاس په نوم یو بل سند هم غوښتل کېږي.

د پاکستان د بېلا بېلو کالجونو او پوهنتونونو سلګونه افغان زده کوونکي هغه هېواد ته د تګ په انتظار دي. د روان کال په مې کې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره پر تورخم د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول چې ورسره سم، د دواړو لوریو اوسېدونکي یوازې خپلو هېوادونو ته او له افغانستانه سخت ناروغان پاکستان ته تللی شي.

امیرخان متقي: اقتصادي بنديزونه به د کډوالۍ نوې څپې ته لاره پرانيزي

په افغانستان کې طالب چارواکو امريکا او اروپايي استازیو ته خبرداری ورکړی چې که پر دوی د فشارونو د دوام لپاره د بنديزونو څخه کار واخلي نو دا به د اقتصادي کډوالۍ يوې نوې څپې ته لاره پرانيزي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اکتوبر پر ۱۳مه په قطر کې له لوېدیځو ډیپلوماټانو سره په خبرو کې وویل: "افغان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دی ځکه چې منفي اغیزې به یې د نړۍ پر امنیتي سېکټر نېغ په نېغه اغېزې ولري."

امريکا او اروپایي اتحادیې ویلي، دوی تيار دي چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي خو دا ډاډګېرنه غواړي چې طالبان به بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

اروپايي ټولنې په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو لومړنیو خبرو پر مهال افغانستان او ګاونډیو لپاره د شاوخوا يو ارب یورو مرسته اعلان کړې ده.

ټي ۲۰ نړیوال جام د اکتوبر پر ۱۷مه پیلېږي

دا نړيوال جام چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هند کې کیدونکې وو د کورونا وبا له وجې وځنډول شو.

د ۲۰ اوريزه نړيوال کرکټ جام لوبې به اکتوبر پر ۱۷مه په عربي ملکونو عمان او متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.

په دې سياليو کې د پاکستان، افغانستان او هند په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه اخلي.

دا نړيوال جام چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هند کې کېدونکی وو د کورونا وبا له وجې وځنډول شو.

دا ټورنمنټ چې پينځه کاله پس کېږي، په ۲۰۱۶ز کال کې ويسټ انډيز ګټلی وو.

د سياليو فاينل لوبه به د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي.

ملګري ملتونه: افغانستان بيړنيو مرسته ته اړتيا لري  

 د ملګرو ملتونه وايي، که مرستې ونه شي، نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري. انځور- ارشیف  

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ويلي چې افغانستان بيړنيو مرسته ته اړتيا لري.

د دې ادارې وياند، بابر بلوڅ د اکتوبر پر ۱۲مه په کابل کې په يوه ويډيويي کانفرنس کې ويلي چې شاوخوا درې نيم ميليونه افغانان په داسې حال کې بې کوره شوي دي چې د ژمي سخته يخني راروانه ده.

د هغه په خبره که مرستې ونه شي نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري.

د يادونې ده چې اروپايي اتحادیې د اکتوبر پر ۱۲مه د افغانستان او ګاونډیو لپاره يې د شاوخوا یو بلین یورو مرسته اعلان کړه.

دا اعلان پر داسې مهال وشو چې طالبانو په قطر کې د اروپايي اتحادیې له چارواکو سره خپل لومړی نېغ په نېغ ملاقات وکړ.

د مرستې مقصد په هغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوي هڅه کول دي.

د طالبانو سختدریځه ډله دا وخت تر فشار لاندې ده چې بشري حقونو ته درناوې وکړي.

جمعیت علماء پېښور کې مفتي محمود کانفرنس کوي

کراچۍ کې د جمعیت علمای اسلام جلسه. تصویر له ارشیفه

د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې مفتي محمود کانفرنس کوي.

د ګوند ویاند عبدالجلیل جان د اکتوبر پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وویل چې د دوی د ګوند تر سیوري لاندې کېدونکې جلسې ته د اپوزېشن ګوندونو تحریک ( پي ډي ایم) مشران هم وربلل شوي دي.

پاکستان جمهوري تحریک هم د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت خلاف د خپلو هلوځلو تېزېدو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې د اکتوبر پر ۱۶مه به په فیصل اباد او د اکتوبر پر ۳۱مه په ډېره غازي خان کې جسله کوي.

پي ډي ایم د روانې میاشتې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې غونډه کوي چې پکې به د حکومت خلاف خپله تګلاره ټاکي.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونه پر حکومت تور لګوي چې په درغلیو یې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات ګټلي ول خو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې انتخابات شفاف وو او اپوزېشن ګوندونه د خپلو ناکامیو د پټولو په غرض رایوځای شوي دي.

یاده دې وي چې د اپوزېشن ګوندونو اتحاد پي ډي ایم نه پيپلز پارټۍ او عوامي نیشنل ګوند وتلي دي.

هند: له افغانستان، پاکستان او ايرانه به کانټېنري مالونه و نه منو

د هند حکومت وايي، د دوی سفري هدايت نامه پر ټولو ۱۰ سره بندرونو او پر هغو هم عملي کېږي چې سامانونه ورڅخه وروړل کېږي. انځور- ارشیف

د هند تر ټولو لویو بندرونو انتظاميې اعلان کړی چې د نومبر له نيمايي څخه به له افغانستان، پاکستان او ايرانه په کنټېنرونو کې د سامانونو وروړلو ته اجازه نه ورکوي.

دا بنديز په لويه پېمانه د هيروینو تر نيولو وروسته اخیستل شوی دی.

اډاني پورټس د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه ويلي چې د دوی سفري هدايتنامه پر ټولو ۱۰ بندرونو او پر هغو بندرونو هم عملي کېږي چې سامانونه ورڅخه وروړل کېږي.

کمپنۍ د بنديز لاملونه نه دي په ګوته کړي خو تېره مياشت د هند په منډرا بندر باندې د اډاني له کنټېنرانو څخه درې ټنه هيروين نيول شوي ول.

چارواکو ويلي ول چې د سامان سرچينه افغانستان وو. دوی زیاته کړې وه چې د هيروینو ماليت دوه اعشاريه ۶۵ میلیارد امریکايي ډالر وو چې دا د هند په تاريخ کې د نشيي توکو تر ټولو لویه نيونه ده.

بلوچستان کې یو خبریال وژل شوی

پولیس وايي، خبریال د حب او کراچۍ ترمینځ پر سړک روان وو چې د برید ښکار شو

د بلوچستان په حب ښار کې په مقناطیسي بمي برید کې یو خبریال وژل شوی دی.

د حب د پولیسو یوه چارواکي یونس رضا د اکتوبر پر ۱۰مه د امریکا غږ ډیوې راډیو ته ویلي چې شاهد زهری د یکشنبې/اتوار پر ورځ د حب او کراچۍ پر لویه لار روان وو چې په موټر پسې یې د نښلول شوي بم چاودنه وشوه او پکې ووژل شو.

د رضا په خبره، په برید کې یو لاروی ژوبل شوی دی او دا چې د حملې هدف زهری وو.

دی زیاتوي، زهري له څو کلونو راهیسې د کراچۍ د اردو ژبې له مېټرو نیوز ټېلېوېژن سره کار کاوه.

د حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلې ده.

د خبریالانو سازمانونو د زهري پر وژنه خپګان ښوولی او له حکومته یې غوښتي چې د خبریالانو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي.

د خبریالانو نړیوال فېډرېشن او د پاکستان د خبریالانو وفاقي ټولنې د اکتوبر پر ۱۱مه په ګډ بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د ۳۵ کلن زهري په وژنه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

په بلوچستان کې وخت په وخت خبریالان د خپل کار له وجې په نښه کېږي.

د ۲۰۲۰ز په جولای کې یو بلوڅ خبریال انور جان کېتراڼ په بارکان سیمه کې وژل شوی وو.

کېتراڼ په صوبه کې د درغلیو په اړه رپورټونه جوړول. هغه مهال د بې پولې خبریالانو سازمان پر حکومت غږ کړی وو چې د نوموړي په وژنه کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د پاکستان حکومت وايي، د خبریالانو ساتنې ته ژمن دی او هڅه کوي چې پر هغوی په بریدونو کې ککړ کسان ونیسي او مقدمې ورباندې وچلوي.

 کام اېر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ الوتنې وځنډول شوې

د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه

کام اېر هوایي شرکت وایي، د پاکستان د پرېکړې له مخې یې د افغانستان او پاکستان ترمینځ الوتنې ځنډول شوې دي.

د کام اېر هوايي شرکت د سوداګرۍ مسوول سلیمان عمر د اکتوبر ۱۰مې پر ماښام مشال رېډیو ته وویل: "له دوو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت اطلاع ورکړې چې الوتنې دې تر بل امره بندې وي او هوايي شرکتونه نه‌ شي کولای د افغانستان او پاکستان ترمینځ الوتنې ولري. په تمه یو چې دا محدودیت لیرې شي."

له افغانستان سره د الوتنو د ځنډولو په تړاو د پاکستان سرکاري بیان لا نه دی لیدل شوی.

د دغه محدودیت تر لګېدو وړاندې کام اېر شرکت د اوونۍ درې پروازونه پاکستان ته کول.

یاده دې وي چې کام اېر د سېپټېمبر میاشتې له ۲۱مې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د اوونۍ درې الوتنې پیل کړې وې او د پاکستان هوايي شرکت (پي‌ ای‌ اې) خپل تجارتي پروازونه افغانستان ته پیل کړي ول.

افغانستان د کرکټ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي

د افغانستان کرکټ بورډ د شل اووریز کرکټ جام وروستئ لوبډله اعلان کړه.

د اکتوبر پر لسمه اعلان شوې لوبډله کې ځيني هغه مشران لوبغاړي ليري کړل شوي چې د سپتمبر په مياشت کې یې نومونه په لوبډله کې شامل وو.

د دې پنځلس کسیزې لوبډلې مشر محمد نبي او مرستيال یې نجيب الله ځدراڼ دی.

شل اووریز کرکټ جام د اکتوبر په ۱۷مه په متحده عرب اماراتو کې پيليږي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه کوي.

په روس کې د يوې الوتکې لوېدو  ۱۶ کسان وژلي

د روسي رسنيو ترمخه په الوتکه کې ۲۲ کسان سپاره وو چې دوه یې عمله او پاتې يې له هوا ځمکې ته ټوپوهونکي وو.

د روس په تاتارستان کې د يوې الوتکې لوېدو ۱۶ کسان وژلي

د روس د بیړنيوو چارو وزارت نن وويل چې دا پېښه د مينځیلينسک ښار سره نيزدي شوي او ۶ نور کسان پکې سخت زخميان شوي هم دي.

د روسي رسنيو ترمخه په الوتکه کې ۲۲ کسان سپاره وو چې دوه یې عمله او پاتې يې له هوا ځمکې ته ټوپوهونکي وو.

په پاکستان کې کورونا وایرس ۱۹ کسان نور وژلي

د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د اکتوبر پر ۱۰مه لیکلي چې له دې سره د کورونا وژلیو مجموعي شمېر تر ۲۸ زره اوښتی دی.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د اکتوبر پر ۱۰مه لیکلي چې له دې سره د کورونا وژلیو مجموعي شمېر تر ۲۸ زره اوښتی دی.

ویب پانې لیکلي چې په تېر یو شواروز کې ۷۶۷ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. له دې سره په پاکستان کې د کورونا وهلیو شمېر تر ۱۲ لاکه او ۵۷ زره اوښتی دی.

خو له دې ناروغۍ ۱۱ لاکه او ۸۵ زرو زیات کسان جوړ شوي هم دي.

بلخوا د کورونا وايرس د څار ملي ادارې نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنتر پر ووبپاڼه ليکلي چې تر اکتوبر نهمې په مجموعي توګه نژدې نهه میلیونه کسان واکسین شوي دي.

په دې کې ۳.۲۷ میلیونه په مکمله توګه واکسین شوي او ۶.۳ میلیونه کسانو لومړۍ ستن وهلې ده.

ملګري ملتونه: د ليبيا په شخړو کې ښکېلو تړون لاسلیک کړی

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبیش وویل چې دا تړون "د لیبیا د خلکو مهمې غوښتنې ته ځواب دی. (انځور: ارشیف)

د ملګرو ملتونو مرکچيانو ويلي چې د ليبيا په شخړو کې مقابلو خواوو له هېواد څخه د بهرنيو جنګياليو او د کرايي پوځيانو د اېستلو په اړه لومړنی تړون لاسليک کړی دی.

د ملګرو ملتونو ماموريت د اکتوبر پر نهمه وويل چې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو له خوا د درې ورځنیو خبرو په پای کې د لسو غړو ګډ نظامي کمیسیون چې د هر اړخ پنځه استازي پکې شامل وو، د "تدریجي او متوازن" وتلو تړون لاسلیک کړ.

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبیش وویل چې دا تړون "د لیبیا د خلکو مهمې غوښتنې ته ځواب دی او یو مثبت حرکت رامینځته کوي چې باید د یو باثباته او ډېموکراټیک پړاو پر لور پرمخ ولاړ شي."

په لیبیا کې د ناټو په ملاتړ يوه لسيزه مخکې د پاڅون په نتيجه کې د اوږدې مودې پوځي واکمن معمر قذافي له واکه ليرې کړل شو خو له هغه راهيسې دا هېواد له شخړو او ګډوډۍ سره مخامخ دي.

په هغه هېواد کې ختیځ او لویدیځ مېشته حکومتونه راپورته شول چې هر یو ته د مختلفو بهرنیو او وسله والو ډلو ملاتړ ترلاسه دی.

طالبان: کابل کې د هندوانو ځورونکي کسان مو نیولي

په کابل کې د هندوانو او سیکانو درمسال. انځور- ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، هغه کسان یې نیولي دي چې په کابل کې یې هندوان ځورولي ول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر نهمه پر ټویټر ولیکل چې دا کسان یې له نیولو وروسته عدلیې چارواکو ته معرفي کړي دي.

خو نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې دا څو کسان دي او د کومې پېښې په تړاو نیول شوي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د افغانستان د پخوانۍ مشرانو جرګې غړې انارکلۍ هنریار مشال راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان د کابل په پروان مېنه کې یوې ګردوارې ته ننوتي، د ساتونکو خولې یې تړلې وې او د هغوی تلاشي یې کړې وه.

د بلوچستان ګورنر د درو وزیرانو استعفا ومنله

د بلوچستان اسمبلۍ انځور

د بلوچستان ګورنر سید ظهور احمد اغا د اکتوبر پر اتمه د هغو درو صوبايي وزیرانو استعفا منظوره کړې ده چې د وزیراعلا پرضد یې د احتحاج په توګه وړاندې کړې وې.

په مستعفي شویو کې د خزانې وزیر ظهور بلېدي، د خوراک وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ او د خیرښېګړې وزیر اسد بلوڅ شامل دي.

خو ګورنر د دوو نورو مشیرانو او څلورو پارلیماني سیکریټریانو استعفي ګانې لا نه دي منلې او وايي چې د دې واک له وزیراعلا سره دی.

په بلوچستان کې ځیني حکومتي غړي او حکومت مخالف ګوندونه غوښتنه کوي چې وزیراعلا جام کمال دې استعفا وکړي. دوی وايي، وزیراعلا جام کمال په ترقیاتي پروژو کې د دوی سیمو ته پاملرنه نه کوي.

خو وزیراعلا دا تورونه ردوي او وايي چې د اسمبلۍ اکثریت له ده سره ولاړ دی.

شمالي وزيرستان کې نور دوه کسان په هدفي بريد کې وژل شوي

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې حافظ ګل بهادر، ځايي وسله والې ډلې د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۰مې پورې د ډزبندۍ اعلان کړی.

ځايي پوليس چارواکو او خلکو د نومونو نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د اکتوبر پر اتمه د تحصیل دته خېل په لنډ سېد اباد سيمه کې ناڅرګنده وسله والو د دې علاقې دوه اوسېدونکي شیر ایوب او ثنا خان په ډزو ووژل او بيا وتښتېدل.

پوليس وايي، د نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې روانې دي.

د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه هم په یاده سیمه کې ناڅرګنده وسله والو سجاد نومې ځوان په هدفي برید کې وژلی و.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ کې وسله والې ډلې د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۰مې پورې د ډزبندۍ اعلان هم کړی دی.

د شمالي وزيرستان پوليسو په تېر وختونو کې په وار وار مشال راډیو ته ویلي دي چې په هدفي بريدونو کې د ککړو کسانو پرضد له امنیتي او استخباراتي ادارو سره په ګډه هلې ځلې کوي خو د دې باوجود ياد بريد په شمالي وزيرستان کې سږ کال تر دې دمه ۵۰مه هدفي حمله وه. پروسږ کال دغه شمېره ۴۶ وه.

د خوست قومي مشران: طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي

په خوست کې د قومي مشرانو غونډه. د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.

مشرانو او دیني عالمانو د اکتوبر پر اوومه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، طالبان دې یوازې د خپلې ډلې کسانو ته دندې نه ورسپاري او په حکومت کې دې د ټولنې مسلکي پوځي او ملکي کسانو ته ځای ورکړي.

دې مشرانو دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې نړیوالې ټولنې هم له طالبانو غوښتنه کړې چې په خپل حکومت کې دې د افغانستان د ټولو توکمونو په ګډون ښځو ته هم ځای ورکړي.

طالبانو د اګست په نیمايي کې د هېواد تر کنټرول ترلاسه کولو شاوخوا درې اوونۍ وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې پکې ټول چارواکي د هغې ډلې غړي دي او هېڅ ښځه پکې شامله نه ده.

طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی دی د طالبانو د قومونو او سرحدونو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري پرونۍ غونډې ته وویل، که په حکومت کې یې اهل کسان نه وي شامل نو خلک دې یې په اړه چارواکي خبر کړي.

ده زیاته کړه چې که د طالبانو کوم چارواکی له ولس سره ناوړه چلند وکړي او یا خپله دنده سمه ترسره نه کړي نو د حکومت مشران به یې پرضد اقدام کوي.

پاکستان کې تعلیمي ادارې بیا پرانېستل کېږي

تر دې وړاندې یوازې نیمايي زده کوونکو ته اجازه وه چې سکولونو ته راشي. انځور- ارشیف

په پاکستان کې د کورونا د کنټرول مرکز د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه په ټول هیواد کې د تعلیمي ادارو پرانستلو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د اکتوبر پر اوومه په اسلام اباد کې د کورونا د کنټرول اینډ کمانډ سنټر په یوه غونډه کې فیصله وشوه چې په هیواد کې د کورونا د رنځورانو د شمېر راټیټېدو او په سکولونو کې د واکسین لګولو پروګرام تر بشپړېدو وروسته ټولې تعلیمي ادارې پرانستل شي.


نوموړی زیاته کړې چې د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه به په تعلیمي ادارو کې د معمول زده کړې بیا پیل شي.

تر دې وړاندې یوازې نیمايي زده کوونکو ته اجازه وه چې سکولونو ته راشي.

په عین حال کې د کورونا د کنټرول مرکز ویلي چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶ کسانو ژوند بایللې دی.

د سرکاري شمېرو تر مخه وایرس تر اوسه په دغه هیواد کې ټول ۲۸زره او ۳۲ کسان وژلي او نور ۱۲ لاکه او ۵۵ زره یې ناروغه کړي دي. خو ۱۱ لاکه او ۸۳ زره ناروغان ترې بیرته ښه شوي هم دي.

د امريکا او چين ولسمشران ويډیويي خبرې اترې لري

د امریکا او چین ولسمشران

امريکا او چين سلا شوي چې ولسمشران به يې د کال تر پای وړاندې ويډيويي خبرې اترې کوي.

د اکتوبر پر شپږمه نېټه خپاره شوي خبرونه د يوه لوړ پوړې امريکايي چارواکي په حواله وايي چې ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر ژي چن پنګ به ويډیويي لیدنه کوي.

چارواکي خبريالانو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په اصولو کې د ورچول يا ویډيو له لارې د ملاقات موافقه شوې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جين پاسکي ویلي چې د ليدنې پر جزیاتو لاهم کار نه دی شوی.

دا ورچول ملاقات له هغه وروسته اعلان شوی چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سوليوان د سويزر لېنډ په زيورخ ښار کې له یوه لوړ پوړې چينايي ډپلوماټ یانګ يیچي سره په ملاقات کې تر شپږو ساعتونو خبرې وکړې.

سوداګر: که د چمن - بولدک لار خلاصه نه شي په میلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږي

چمن-بولدک لار

په کندهار کې سوداګر وایي، که ژر تر ژره چمن- بولدک لار خلاصه نه شي نو په میلیونونو افغانۍ زیان به ورواوړي.

د کندهار سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې په وچو او تازه مېوو او په سبزيانو بار ګاډي یې ولاړ دي.

د سپین بولدک - چمن ترمینځ لار د کندهار ولایتي ادارې له دوشنبې راهیسې بنده ده.

د کندهار ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د سپین بولدک په دروازه کې پاکستاني لورې ستونزې جوړولې نو لاره یې بنده کړه.

طالبانو دا نه دې ویلي چې څه ستونزې وې خو دا خبره یې کړې ده چې له پاکستاني لورې سره په خبرو دي.

پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کابل: د بريتانيا يو پلاوی له طالب مشرانو سره د افغانستان پر اوسني حالاتو غږېدلي

دغه پلاوي د طالبانو د رييس الوزرا له مرستيالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون له نورو طالب مشرانو سره هم وليدل.

د بريتانيا يوه ځانګړي پلاوي په کابل کې له طالب مشرانو سره په افغانستان کې د اوسني بشري بحران او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه بحث کړی دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو دفتر اکتوبر پر پينځمه وويل چې د سايمن ګاس په مشرۍ پلاوي له دې جنګ ځپلي هېواده د ترهګرۍ د روزنتون جوړېدو د مخنيوي پر لارو چارو هم بحث وکړ.

دغه پلاوي د طالبانو د رييس الوزرا له مرستيالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون له نورو طالب مشرانو سره هم وليدل.

د بيان له مخې دوی د بشري بحران، له افغانستانه د ترهګرۍ د زېږنتون جوړېدو د مخنيوي پر ارزښت او د هغو کسانو لپاره د يوې خوندې لارې پر ضرورت چې له افغانستانه وتل غواړي، په لړ کې د بريتانيې پر ممکنه مرستې بحث وکړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټويټر ليکلي چې غونډه د سفارتي اړيکو پر بيا پيلولو، بشري مرستو او امنيتي ډاډ باندې متمرکز وه.

د بلخي په وينا، طالبانو بريتانوي پلاوي ته وويل چې لندن بايد د اړيکو او همکارۍ په اړه مثبت ګامونه پورته کړي او د رغنده اړيکو يو نوی باب پرانيزي.

نور وښیئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG