د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز: وسله والو طالبانو ولسوال وژل شوی دی



افغان چارواکي وایي، د کندوز د چاردرې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال مولوی احمد شاه د تېرې دوشنبې شپه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.


د کندوز د امنیي قومندان جنرال محمد خلیل اندرابې مشال راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د نوموړي دوه ساتونکي هم وژل شوي.

اخوا د هرات امنیتي مسوولان وایي، چې تیره ورځ په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې پنځه تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او اته نور له یوه پولیس سره ټپیان شوي.

له کونړه څخه په یو خبر کې راغلي، چې شپږ تنه وسله وال مخالفان نن په دې ولایت کې د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG