د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپېښور په کلیسا کې ځانمرګي برید ۷۵ وژلي ۱۳۰ ژوبل



د اتوار په ورځ د غرمې نه مخکې د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار په کوهاټي بازار کې د یوې کلیسا ( چرچ ) سره نږدې درنه چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې له اویاوو زیات کسان وژل شوي او یو سل او دیرش نور ژوبل شوي دي.

دپېښور د پولیسو مرستیال کمیشنر ظهیر الاسلام دا مني چې حمله ځانمرګې وه او په ترڅ کې یې عیسوي مذهبه عبادت کونکي په نخښه شوي دي. دپېښې لیدونکو ، مشال راډیو ته وویل چې حمله ځانمرګې وه او د کوهاټي ګیټ په ( ایس ټي جونز کیتولک چرچ ) کې د عیسوي مذهبو د عبادت پرمهال رامنځ ته شوې ده. داتوار په ورځ عیسوي مذهبه خلک په کلیساګانو کې دخپلې عقیدې مطابق عبادتونه کوي.

په چاودنه کې ټپي شوي کسان لیډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي. د ډاکټرانو په وینادځینو ژوبلو شویو کسانو صحي وضع ښه نه بریښي. د مشال راډیو خبریال د روغتون نه راپور راکوي چې هلته بیړنی حالت او ډیر بیروبار دی او د قدم ایښودو ځای نه لیدل کیږي، هرې خواته ټپیان پراته دي.

داچاودنه په داسې وخت کې شوېده چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف او په مرکز کې د مسلم لیګ ( ن ) حکومت دی او دواړو ګوندونو تل ویلي چې د وسله والو طالبانو سره د جنګ پر ځای مذاکراتو ته ډیر اهمیت ورکوي. د اتوار د ورځې ددې چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG