د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران به هېڅکله اټومي وسله جوړه نه کړي"


د ایران ولسمشر حسن روحاني د سیټېمبر پر ۱۸مه له این بي سي ټېليویژن سره د مرکې پر مهال
د ایران ولسمشر حسن روحاني د سیټېمبر پر ۱۸مه له این بي سي ټېليویژن سره د مرکې پر مهال

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي: حکومت به یې هیڅکله اتومي وسله جوړه نه کړي او نوموړی بشپړ واک لري چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه له غربي هيوادونو سره خبرې اترې وکړي . نوموړي دا څرګندونې تيره شپه این بي سي ټېليویژن سره په یوه مرکه کې کړې دي.


روحاني همدارنګه ویلي دي، چې د امریکايي ولسمشر براک اوباما له اړخه یې یو مثبت او ګټور لیک تر لاسه کړی دی چې د ایران په انتخاباتو کې یې د نوموړي پر بریالیتوب ورته مبارکي ویلې.

د روحاني دا مرکه یوه اونۍ مخکې له هغې خپرېږي چې ټاکل شوې ده نوموړی، د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG