د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د کېمیاوي برید پر رپوټ د روس نیوکې


ملګري ملتونه وايي، تیره میاشت په شام کې د کېماوي وسلو د کارولو په اړه د دوی د کارپوهانو راپور په بشپړه توګه بې طرفه برابر شوی او په کې له راټولو شویو حقایقو انکار نه شي کیدای.


د ملګرو ملتونو ویاند مارټین نېسرکي د چارشنبې پر ورځ د روس لخوا هغه انتقادونه رد کړل چې دا راپور یې غیر عادلانه بللی وو.

نوموړی ویلي په راپورونو کې حقيقتونه څرګند شوي دي. د نوموړي په وینا د دې راپور نتیجه دا ده چې د اګست په یو ویشتمه نیټه یو راکټ چې له زهرجن ګازه ډک و، پر دې سیمه توغول شوی دی.


د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، دې راپور د روس هغه شک لرې نه کړ چې ګومان کوي دا کیماوي وسله به شامي یاغیانو د دې لپاره کارولي چې په شامي حکومت لویدیځ د برید لپاره وهڅوي .

د ملګرو ملتونو په راپور کې د کیماوي وسلې د برید ذمه وار نه دی په ګوته شوی، خو لویدیځ هیوادونه د دمشق په څنډو کې شوي برید پړه د بشارالاسد پر حکومت اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG