د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم نواز شریف ترکي ته ولاړ


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په درې ورځني سفر ترکي ته روان شو. د دغه هېواد د بهرنېو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چودري خبري غونډې ته ویلي، چې نواز شريف به د خپل سفر پر مهال له ترکي وزيراعظم طيب اوردغان او د ولسمشر په ګډون له يو شمېر چارواکو سره ملاقاتونه کوي.


اعزاز چودري زياته کړه چې وزيرعظم به له ترکي چارواکي سره د سيمې او افغانستان په اړه هم خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG