د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټوکیو به د ۲۰۲۰ کال د اولمپک لوبو کوربه ښار وي


د المپیک نړیوالې کمیټې د ۲۰۲۰ کال د دوبي د لوبو لپاره ټوکیو د کوربه ښار په توګه منتخب کړی دي. د دې لوبو لپاره بل کانډید ښار استانبول و، خو په بونس آیرس کې تيره ورځ په يوه غونډه کې ټوکیو تر استنبول زیاتې رایې وګټلې.

د المپیک نړیواله کمیټه
IOC وايي چې ټوکیو شپېته رایې وګټلې خو استنبول ته یوازې شپږ دېرش رایې ورکړل شوې.

ټوکیو په داسې حال کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک د دوبي د لوبو لپاره د کوربه ښار په توګه منتخب شوی چې د فوکوشیما په اټومي بټۍ کې تابکاری اثرات له تراوسه موجود دی. دا بټۍ د ۲۰۱۱ کال د مارچ مياشتي له زلزلې وروسته سخته زیانمنه شوه.

دا به دوهم ځل وي چې د جاپان پلازمېنه د دې لوبو د کوربه ښار په توګه غوره کېږي. په توکیو کې له دې مخکې په ۱۹۶۴ کال کې هم دا لوبې ترسره شوې وې.
د جاپان دوه نور ښارونه ساپورو Sapporo او ناګانو Nagano د المپیک د ژمي د لوبو کوربه پاتې شوي دي. د ۲۰۱۶ کال د المپیک د لوبو کوربه به د برازیل ریو دې جنېرو ښار وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG