د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې په پوځي عملیاتو کې یو شمیر وسلوال وژل شوې



په سینا ټاپووزمه کې د مصر د پوځ په پراخو پوځي عملیاتو کې لس تنه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

مصري پوځیانو پرون د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې د چارواکو په وینا په تېرو څو کلونو کې په دې ځای کې ترټولو پراخ عملیات وو، په داسې حال کې چې په بکتر بند ګاډو کې سپاره وو د هوايي ځواک په مرسته د سینا په شمالي برخو کې د وسله والو پر ځالو حملې وکړې.
د اسراییل او د غزې د تړانګې سرحد ته نژدې د سینا شمالي سیمې د وسله والو د فعالیت مرکز ګڼل کېږي.

په تېره جولای میاشت کې وروسته له دې چې د مصر پوځ ولسمشر محمدمرسي له واکه لیرې کړ، د مشکوکو وسله والو په حملو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.

پروني عملیات دوه ورځې وروسته له هغه پیلېږي چې د مصر د کورنیوچارو وزیر محمدابراهیم په قاهره کې له یوه وسله وال برید څخه بچ شوی.
د مصر سرکاری خبري آژانس الاهرام راپور ورکړی چې دا حمله په سینا کې د دېره یوې ډلې له خوا جوړه شوې ځان وژونکې حمله وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG