د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر امریکا ته سفر کوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني به د رواني میاشتې په پای کې امریکا ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته وینا کوي .


د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر محمد جاوید ظریف له خلي وابي: له امریکايي رسنیو سره د ولسمشر روحاني غونډه هم پلان شوې ده .

نوموړی ویلي د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هیګ سره خبرې هم په ايجنډا کې شاملې دي . د تهران او لندن ترمنځ د دوو کلونو راهیسې اړیکې پرې دي .

ایران له مغرب سره د خپل لانجه من اتومي پروګرام پر سر په شخړه دی .

روحاني چې د اګست په لومړیو کې یې د ایران د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې ویلي، ایران چمتو دی چې د دې هیواد د اتومي پروګرام په اړه د غربي هيوادونو اندېښنې راکمې کړي او له غربي نړۍ سره د ایران پر اتومي پروګرام شخړه هواريدی شي .

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي اته شپيتمه ( غونډه ) د سيپټمبر په اولسمه نیټه پیلیږي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG