د فرانسې پارلمان نن د چارشنبې په ورځ په یوه ځانګړې غونډه کې په شام کې بر روانو حالاتو بحث کوي.
د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند په رسمي توګه اعلان کړی دی چې د کیمیاوي وسلو د برید په غبرګون کې د شام د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پر ضد په پوځي عمل کې له امریکا سره ملګری شي.
د دوشنبې په ورځ د فرانسوا اولاند حکومت د پارلمان غړو ته داسې څه وړاندې کړل کوم ته چې هغوی د دې ثبوتونه وايي، چې د بشارالاسد ځواکونو د اګست پر یوویشتمه د دمشق په شاوخوا کې د یاغیانو تر ولکه لاندې سیمه کې د کیمیاوي وسلو برید کړی وو.
خو فرانسوي ولسمشر د سېشنبې په ورځ وویل چې که چېري د امریکا کانګریس د شام د رژیم پر ضد د محدودې پوځي مداخلې لپاره د ولسمشر باراک اوباما د وړاندیز ملاتړ ونه کړ نو فرانس به هم په خپل سر څه ګام پورته نه کړي.
د برتاینا پارلمان په تېره اونۍ کې پر شام د پوځي برید کولو وړاندیز رد کړ.