د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل و اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا کمه شوې: عزیز


پېښور - د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزيز وايي، پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر، د دواړو هېوادونو ترمنځ پیدا شوې ترینګلتیا کمه کړې ده او په وينا يې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يو ځل بيا د اعتماد فضا زېږېدلې ده.


نوموړي دا څرګندونې د جمعې پر ورځ د پاکستان ولسي جرګې ته د وينا پر مهال وکړې.

سرتاج عزيز د افغان دولت هغو تورونو ته په اشاره، چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او وسله وال ورلېږدوي، وويل چې د اسلام اباد ته د افغان ولسمشر د سفر په ترڅ کې يې له هغه سره د نورو دوه اړخيزو مسالو پر ګډون، پر پاکستان د لګول شويو تورونو هم خبرې کړي او په وينا يې چې له افغان ولسمشر سره يې خبرې ګټورې وې.

سرتاج عزيز همدا راز زياته کړه، چې د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوى حکومت له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکى دی.

نوموړي وويل، د افغان ولسشمر حامد کرزي تر سفر وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځه رامنځته شوې بې باوري له منځۀ تللې او اړيکي يې مخ پر ښه کېدو دي.

نوموړي همدا راز وويل، چې له هندوستان سره پر پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم پر ځاى دی.

افغان ولسمشر حامد کرزى د تېرې دوشنبې په ورځ د يو جګپوړي پلاوي په ملتيا د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ورغلی وو.

نوموړي د خپل سفر په ترځ کې د پاکستان له وزیراعظم نواز شريف، له اصف علي زرداري، د دغه هېواد له پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او نورو جګپوړو چارواکو سره د ليدنو پر مهال له هغوى سره د سيمې پر حالاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان پر وضعيت او د دغه هېواد د سولې د پروسې پر بهير غږېدلى وو او په دې لړ کې يې د پاکستان د نوي حکومت د جدي همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت افغان ولسمشر ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.
تمه کېده چې پاکستان ته به د افغان ولسمشر دا وروستى سفر مثبتې لاسته راړونې ولري او پاکستان په پخپلو محسبونو کې بند طالب بنديان، په ځانګړې توګه ملا برادر ازاد کړي، خو تر دې دمه لا په دې اړه کوم څرګند پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
XS
SM
MD
LG