د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه امریکایي پوځي ته د مرګ سزا واورول شوه


د امريکاي رياست ټيکساس په يوه پوځي اډه کې په ۲۰۰۹م کال کې د خلکو د وژنې په جرم کې يو امریکایي سرتيري ته د مرګ سزا واورول شوه ، میجر نضال حسن ومنل چې په دوه زره نهم کال کې یې په تکساس کې په یوه پوځي اډه کې دیارلس تنه وژلي او یودیرش نور یې ټپيان کړې دي.


دغه پوځي څرګنده کړه چې دا کار یې په اسلامي هیوادونو کې د امریکا د جګړې په ځواب کې کړی دی. او د شهادت خواهش یې هم وو.

پوځي عدالت پرون د چارشنبې په ورځ دوه ساعته بحث وکړ او بیا یې خپله پریکړه اعلان کړه.
دوه څلویښت کلن حسن که اعدام شي، دی به د امریکا په تاریخ کې په څه باندې پنځوس کلونو کې لومړی پوځي سرتيري وي چې اعدامیږي.

خو څیړونکي په دې باور دي چې پوځي عدالتي نظام کې د اپيلونو نظام ډېر اوږد دي او ښایي کلونه او لسګونه کلونه وخت ونیسي چې پر حسن د اعدام حکم عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG