د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان ولسمشر سفر ته ډېر هیلمن دی



پاکستان وايي د افغان ولسمشر حامد کرزي له دورې نه زیاتې هیلې لري او دا دوره به د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په ښه کولو کې رول و لوبوي.


دا خبره تېره ورځ په اسلام آباد کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري یوې خبري غونډې ته د وېنا پر مهال وکړه.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلې وو چې پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر پر وخت یو ځل بیا د هاغه هېواد نه د یو شمېر بندي طالب مشرانو د خلاصون غوښتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG