افغان ولسمشر حامد کرزي له ټولو افغانانو وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتولو مرکزونوته لاړ شي، د رايې کارډونه ترلاسه او په دې توګه راتلونکو انتخاباتو کې ګډون ته ځان تيار کړي.
ولسمشر کرزي تېره جمعې پر ورځ په خپله پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې ويلي، د انتخاباتو پروسه هغه وخت بريالۍ کېدى شي، چې په شرايطو برابر ټول افغانان په کې ګډون وکړي:
کرزي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونکي انتخابات په هېواد کې د ثبات د ټينګښت يوه لار بللې ده.
ټاکل شوې دغه انتخابات د راتلونکې حمل مياشتې پر ١٦ مه وشي.