د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ د محمد بدیع نیول وغندل


د امریکا متحده ایالاتو د مصري چارواکو لخوا د اخوان المسلمین د ډلې د مشر محمد بدیع پر نیولو انتقاد کړی دی.


د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال جوش ارنیسټ د سېشنبې تیره ورځ خبریالانو ته وویل د بدیع نیول کیدل له هغې ژمنې سره په تضاد کې ده چې د مصر پوځ په هیواد کې د پراخې سیاسي پروسې په اړه کړې وه.

(د مصر دې لڼد مهالې حکومت وعده کړې وه چې بیرته به په ډیموکراتیکه توګه د یوه منتخب ملکي حکومت لپاره د انتقال پروسه ترسره کړي . کوم تاوتریخوالۍ چې يې تیره اونۍ ، د تیرې اونۍ په ورستیو او د روانې اونۍ په ترڅ کې ترسره کړ،له دغې وعدې سره په تضاد کې دی.)

مصري چارواکو د اخوان المسلمین د ډلې مشر اویا کلن محمد بدیع د سه شنبې په سهار په قاهره کې ونیو او د راپورونو له مخې نوموړی يې د مظاهره چیانود پارونې په تور د پلټنو په خاطر د ۱۵ ورځو لپاره زنداني کړی دی.

د اخوان المسلمین د مشر له نیول کیدو وروسته په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي د تازه لړۍ په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

د پخواني ولسمشر محمد مرسي له لرې کیدو راهیسې مصري امنیتي ځواکونو د اخوان الملسمین لسګونه مشران او سلګونه غړي زنداني کړي دي.

اخوان المسلمین د محمد بدیع له نیول کیدو وروسته ویلي، محمود عزت یې د نوی مشر ټاکی دی.
XS
SM
MD
LG