د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: د اخوان المسلمين مشر محمد بديع ونیول شو


د اخوان المسلمين یو مشر محمد بديع
د اخوان المسلمين یو مشر محمد بديع

د مصر سرکاري رسنۍ خبر ورکوي چې د ليري شوي ولسمشر محمد مورسي د ګوند اخوان المسلمين یو مشر محمد بديع نن په قاهره کې نيول شوی. دا اويا کلن کس د اخوان المسلمين د ځينو نورو مشرانو سره تېره مياشت د تشدد په راپارولو تورن شوی وو.


ياده دي وي چې محمد مورسي تېره مياشت د هغه خلاف تر مظاهرو وروسته د پوځ په لاس ليري شو او پرون پرې د مصر د څارنوال له خوا پرې د تشدد د پارونې تورونه پورې شوي.

په همدې حال کې يو عدالت د مصر ليري شوي پخواني واکمن حسني مبارک کيس کې فيصله اورولي چې نوموړی به د درغليوو په تورونو کې نور په جيل کې نه ساتل کيږی.

بلخوا پرون د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون د محمد مورسي د راخوشي کولو غوښتنه وکړه او امريکا ويلي چې پر اخوان المسلمين ګوند دې بنديز نه لګول کيږي.

ياده دې وي چې تېره اوونۍ د ليرې کړاى شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې ٨٣٠ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG