د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه


د سنګاپور د کرکټ په یو ورځنیو سیالیو کې پاکستان افغانستان ته ماته ورکړه. پدې سیالۍ کې د افغانستان لوبډلې په نهه څلویښتو اورونو کې د پاکستان لوبډلې ته ۱۴۲ منډې هدف و ټاکه.


خو د پاکستان د کرکټ د ۲۳ کلونو لوبډلې دا هدف په اته څلویښتم اور کې د اتو ویکیټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او لوبه یې و ګټله .

د افغانستان ټیم به خپله بله لوبه د اګسټ په ۲۲ له هند سره وکړي.

اخوا ټاکل شوې ده سبا ته په کابل کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د پاکستان د فوټبال له ټیم سره یوه دوستانه لوبه وکړي.

دا لوبې د جنوبي آسیا هیوادونو د فوټبال د سیالیو لپاره چې ټاکل شوې ده د رواني اګسټ میاشتې په آخره کې په نیپال کې پيل شي د تیارۍ لپاره جوړه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG