د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی



د سند صوبې د پولیس وایي د جمعې په ورځ يې د تحریک طالبان پاکستان يو سېمه ایز قوماندان وژلی دی.


د مغربي کراچۍ د پولیس مشر ایس ایس پي واصف شیخ په وينا وژل شوی تن شیرخان محسود نومیږي او د کنواري کالونۍ سېمه ایز قوماندان وو.

د چارواکو په وينا د محسود ځينې نور ملګري پوليسو سره تر مقابلې وروسته په زخمي حالت کې تښتيدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG