د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د یوه ټي وي پر دفتر حمله شوې ده


کراچۍ: پولیس وایي، د جمعې په ورځ نامالومه وسله والو د ایکسپریس میډیا ګروپ په مرکزي دفتر حمله کړې ده چې له امله یې د دفتر یو ساتونکې او یو کارکونکې ژوبل شوي دي.


د کراچۍ د بلوچ کالونۍ د سیمې پولیس افسر خمیسو خان مشال راډیو ته وویل نامالومه وسله والو د یاد ګروپ په مرکزي دفتر ۳۸ ګولۍ ورولې دي.

دې وایي، د جمعې په ورځ په دوه موټر سایکلونو باندې ناست څلور وسله راغلي دي او دوی د ایکسپریس په مرکزي دفتر حمله کړې ده . په دې حمله کې د دفتر ساتونکې امیر علي او یوه د دفتر کارکونکې زنانه راحیله ژوبل شوي دي.

د دې ترڅنګ د سند صوبې اعلا وزیر د مغربي کراچۍ د ډي ایي جي په مشرۍ د یادې حملې د پلټنې له پاره د پولیسو پنځه کسیزه پلټونکې ډله جوړه کړې ده .

د حملې ښکار شوی دفتر د کراچۍ د خوندي سیمې ډیفنس سره نژدې د قیوم اباد په سیمه کې واقع دی. په دغې دفتر کې د ایکسپریس ټریبیون،ایکسریس اردو او سندۍ ورځپاڼو او د ټي وي چېنل ایکسپریس نیوز ترڅنګ د یاد ګروپ د اته نورو اخبارونو او رسالو دفترونه شتون لري.

د یادې حملې عیني شاهد او د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبریال سهیل خټک تېره شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د حملې روستو د دفتر مشرانو د لا نور احتیاط کولو ویلي دي.

((د حملې نه روستو اوس د پولیسو موبایل د دفتر مخې ته د سیکیورټۍ له پاره ولاړ دی ،زموږ شخصي ساتونکو هم پېره سخته کړې ده او موږ ته مشرانو ویلي، چې دفتر نه د وتلو او راتللو په وخت احتیاط وکړو ځکه چې تراوسه دا نه ده مالومه شوې چې زموږ په دفتر د حملې وجوهات څه و؟ ایا په اخبار یا ټي وي کې څه داسې خبر چلیدلی دي چې څوک پرې غصه شوي دي کنه بله څه وجه ده ؟ ټرېټګواښونه خو ټولو خبریالانو ته دې خو داسې څه ترېټ موږ ته نه و چې ګڼې زموږ په دفتر دې حمله وشي))

د کراچۍ په ګډون د پاکستان د یو شمیر سیمو د خبریالانو اتحادیو د ایکسپریس میډیا ګروپ په دفتر ترسره شوې حمله غندلې او دا یې په ازاد صحافت برید بللی دی.

د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه د پاکستان وزیراعظم نوازشریف هم یاده حمله غندلې او د دې د پلټنو حکم یې ورکړی دی .

یاده دې وي تېر کال هم په کراچۍ کې د یوې بلې ټي وي آج په مرکزي دفتر ورته حمله شوې وه ، ددغې حملې پړه وسله والو طالبانو منلې وه .

د ایکسپریس په دفتر د حملې پړه د دې رپورټ تر جوړولو کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستلې .
XS
SM
MD
LG