د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان به له ملګرو ملتونو سره همکاري جاري ساتي"


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په اسلام آباد کې د خبري کنفرانس پر مهال. ۱۴م اګست ۲۰۱۴
د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په اسلام آباد کې د خبري کنفرانس پر مهال. ۱۴م اګست ۲۰۱۴

پاکستان وايي، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به له ملګرو ملتونو سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.


بیګاه ناوخته د پاکستان سرکاري رېډیو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون پرون په اسلام آباد کې له وزیراعظم میا نواز شریف سره ملاقات کړی چې په کې د سيمې پر حالاتو، په افغانستان کې دسولې بهیر او په نورو نړیوالو مسلو خبرې اترې شوې دي.

په دې خبر کې ویل شوي، په دغه ملاقات کې دواړه مشران په دې سلا شوي چې د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو د حل لپاره به خپلمنځي همکاري لا نوره مضبوطوي.

د دې خبر ترمخه بانکي مون ومنله چې د ٢٠١٤م کال وروسته په سيمه کې د امنيت ټينګښت په لړ کې د پاکستان کردار ډېر اهمیت لري. داراز نواز شريف بانکي مون ته ډاډ ورکړ، چې په سيمه ييز امنيت او نړېوال ثبات کې به د ملګرو ملتونو سره مرستې او همکاري جاري ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG