د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن باید له تهران سره خبرې وکړې


یوې نړیوالې څيړنيزې ادارې واشنګتن هڅولی دی چې له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر خبرې وکړي.

په برسلز کې مېشت انټرنيشنل کرايسس ګروپ پرون د سېشنبې پر ورځ په یوه رپوټ کې وویل، د مستقیمو او ډاډه خبرو له لارې یوه بل سر ه زیات جوړ جاړی کیدای شي او دا خبرې به تر اوسنیو خبرو چې د نړۍ شپږ هیوادونه یې له ایران سره کوي، ګټورې وي.

په رپوټ کې همداراز ویل شوي دي چې د خبرو د بریالیتوب لپاره په کار ده چې پیاوړي هیوادونه پر ایران نوي بندیزونه ونه لګوي او د ایران له نوي ولسمشر حسن روحاني څخه هم دا هیله ونه کړي چې زیات رعايتونه ورکړي.

د رپوټ یوه لیکونکي علي فایز وویل، که چیرته واشنګتن او تهران یوې روغې ته سره ورسیږي د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه به هم، که دا پریکړه وار له واره ونه مني ، ورو ورو به یې ومني.

د نړۍ شپږو پیاوړیو هیوادو، بریتانیا، چین، فرانس، جرمني، روس او امریکا له تهران سره تر اوسه څو ځلي خبرې کړې دي خو کومې پریکنده نتیجې ته نه دې رسیدلي.
XS
SM
MD
LG