د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او اذربایجان د تېلو او غازو پراخ تړون وکړ


د روس د تیلو لوی حکومتي کمپنۍ، روسنفت او د اذربایجان د توانايي حکومتي کمپنۍ، سوکار د تیلو او ګیس په برخه کې یو پراخ تړون لاسلیک کړ.

دا تړون پرون سېشنبه د اذربایجان ولسمشر الهام علییف او د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین په باکو کې لاسلیک کړ.

یوه اړخ هم تر اوسه د دې تړون تفصيل نه دې بیان کړي، خو د اذربایجان د تواناي په صنعت کې دا د روس له لورې د حضور د زیاتيدو په لور یو ګام بلل شوی دی، يوروپی هیوادونه له قدرتي توانايي نه مالامال اذربایجان ته، د روس د ګیس پر ځای د یوې متبادلې باوري سرچینې په سترګه ګوري.

په وروستیو کلونو کې د روس او يوکراین تر منځ د ګیس د نرخ پر سر د دعوې له کبله یو شمیر يوروپي هیوادونو ته د روس لخوا د ګیس په استولو کې ستونزې پیدا شوې.

د اذربایجان سوکار کمپنۍ تر دې مخکې د يوروپ له یو شمیر مهمو کمپنیو لکه بي پي او سټیټ آیل سره تړنونه کړې دي. همداراز یې د امریکا له ایکسون موبایل کمپنۍ سره تړون کړی دی.

د اذربایجان ولسمشر علییف د پروني تړون په اړه وویل، دا د توانايي په برخه کې د همکارۍ یو نوی پړاو دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG