د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ترهکرۍ ضد پالیسي به ژر اعلان شي”


د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان ويلي دي چی ډېر ژر به د تر هګري پر ضد د دغه هيواد پالیسي اعلان کړي.


چودري نثار علي خان وويل چې دوی د ترهګرۍ په وړاندې په يوه داسې پاليسي کار کوي چې له مخې به يې ټولې جاسوسي ادارې په يو ځای کار کوي.

چودري زیاته کړه ، د ترهګرۍ په اړه د يو اواز کيدو لپاره د مسلم ليګ نون ډلې يو ټول ګونديز کنفرنس هم راغوښتي وو چې تمه ده په نيزدې راتلونکې کې به وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG