د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: دوه مهم قاچاقبر ونیول شول


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، چې د مخدره موادو دوه مهم قاچاق کوونکي یې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یې موادو سره د مبارزې معین باز محمد احمدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا دوه کسان د هغو لسو قاچاق وړونکو له ډلي څخه دي چې دوی یې په لټه کي وو.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې د مخدره موادو د قاچاق کونکو د نیولو لپآره لا ډیري هڅې کوي.

( موږ هڅه کوو او پر کشفي او استخباراتي څانګو هم کارکوو. دغه راز پدې اړه په کابل کې د یوه اوه ورځني کنفرانس د جوړیدو لپآره هم کار وان دی څو یوه ارزیابي و شي چې د مخدره موادو د بانډونو د نیولو لپاره څه ډول هم ږغه اقدام وکړو. )

د ښاغلي احمدي په وینا د حاجي عبدالقیوم او حاجي لونګ په نامه دا دوه قاچاق وړونکي په تیره یوه میاشت کې د پولیسو لخوا په دوو جلا سیموکې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نشه یې موادو کښت او قاچاق اوس هم د نا امنیو له امله تر ډیره دهیواد په جنوب لویدیځ کې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG